انصار: ( د وری31مه)، د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د یو نارینه او شپږو ښځو په ګډون د روسي سېلانیانو یوه ډله د پنجشېر د بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته راغلې ده.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس نصرالله ملک زاده ویلي، دغه سېلانیان پنجشېر ته راغلي او ټاکل شوې ددې ولایت له تفریحي سیمو، طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړي.
نوموړي له سېلانیانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دا مهال افغانستان امن دی او دوی باید د افغانستان مثبت تصویر نړۍ والو ته وړاندې کړي.
په ورته مهال سېلانیانو په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی افغانستان ته له خپل سفر خوښ دي او په خبره یې د څو ورځې په لړ کې به د پنجشېر له مهمو سیمو لیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې څه موده وړاندې ویلي چې په ۱۴۰۲ کال کې زرګونو بهرنیو سېلانیانو افغانستان ته سفر کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31174